اسرائیلي پوځ د غزې روغتون دروازه کې امبولانس بمبار کړی

د خپرېدو وخت

د اسرائیلو پوځ د جمعې په ورځ ومنله چې په غزه ښار کې یې د الاکبر روغتون دروازه کې یو امبولانس په نښه کړی چې په وینا یې دغه امبولانس "د حماس اړوندو (ترهګرو) عناصرو له لوري کارول کېده".

حماس ویلي بمبار کې "ګڼ ولسي خلک وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي".

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانونم ګیبریسوس ویلي "ژور ټکان یې خوړلی دی".‌

دی پر اېکس لیکلي: "یو ځل بیا وایو: "په هر وخت کې باید ناروغان، روغتیاپالان، مؤسسې او امبولانسونه خوندي وساتل شي.

په فلسطیني نیول شویو سیمو کې د ملګرو ملتوونو د بشري چارو همغږې کوونکې مشرې لین هسټینګر ویلي د برید له کبله بوږنېدلې ده چې ناروغان یې خوندي ځای ته لېږدول.