تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر غزه د اسرائیلو بریدونه
د اسرائيلو پوځ وايي د غزې هره برخه کې د حماس موخې په نښه کوي او هم لبنان کې د حزب الله.
اسرائيلي ځواکونو د غزې پر ټولو برخو او هم لبنان کې د حزب الله پر وړاندې خپل ګوزارونه روان ساتلي دي. ډېر پام یې د غزې پر شمال دی، چې د اسرائيلو دفاعي ځواکونه وايي د حماس د ځواک مرکز دی.
دا ای ډي اېف، يا اسرائيلو دفاعي ځواکونو انځورونه دي، چې پر مځکه عمليات ښيي. دوی وايي پر ځواکونو یې ټانک ضد توغنديو او وړو وسلو ګوزارونه شوي دي. اسرائيلي ځواکونه وايي د فلسطينيانو دې اورپکې ډلې قومندانان په نښه کوي او پر بنسټيزو جوړښتونو یې بريدونه کوي.