تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائيلي پوځ په غزه کې "شپږ سوه موخې په نښه کړې" دي
د خپرېدو وخت
اسرائیلي ځواکونو پر غزې خپلو درنو بمباریو ته دوام ورکړی دی. د اسرائیلو پوځ وايي، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې په غزه کې د حماس شپږ سوه اهداف په نښه کړي دي.
اسرائیلي پوځیانو په تونلونو کې ایسار د حماس لسګونه وسله وال وژلي او داسې رپوټونه هم شته چې دوی د غزې له دوو مهمو سړکونو، یو پرې کړی دی. دا سړک د غزې ښار له نورو سیمو سره نښلوي.