تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خوشې شوې اسرائیلۍ ښځه: 'داسې وه لکه دوزخ کې چې وم'
دوې ښځې چې پر اسرائيلو د حماس د بريد پر مهال نيول شوې وې، حماس خوشي کړې دي، خو مېړونه يې لا هم بنديان دي.
له هغو دوو اسرائيليو ښځو چې غزې ته يرغملې بېول شوې وې، يوې يې ويلي مخکې له دې پرون خوشي شي، "داسې وه لکه دوزخ کې چې وم".
يوه خبري کنفرانس کې خبرو پر مهال ۸۵ کلنې يوشوېډ لېوفشېځ، د هغه مهال کیسه کوله، چې څنګه دا او نور د حماس وسله والو له لوري وتښتول شول، په لرګيو وهل شوې او تر مځکې لاندې تونلونو ته بېول شوې وې، خو دا يې هم ويل چې نيوونکو یې پام پرې کاوه.
يوشوېډ لېفشېځ له ۷۹ کلنې نورت کوپر سره خوشې شوه، تر دې مهاله، له څه د پاسه ۲۰۴ تنه يرغمل خوشي شوي دي. د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، غزه کې مخکې له دې چې کوم اوربند وشي، يرغمل بايد خوشي شي.