غزه کې حالت

د خپرېدو وخت

غزې ته د مرستو رسولو هڅې. په ډېرې اړتيا وړ مرستو بار لارۍ رفح بندر سره ننوتو ته په انتظار ولاړې دي. اسرائيل بيا مځکني يرغل ته خپل تياری روان ساتلی، داسې حال کې چې لبنان سره پر پوله یې ترينګلتيا په زياتېدو ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي سينا ته رسېدلی، چې غزې ته د سختې اړتيا وړ مرستو پرېښودو غوښتنه وکړي.

په غزه کې دننه حالت په ناوړه کېدو دی. د بي بي سي خبريال جان ډانيسن پرې دا راپور راستولی دی.