له اورپکی وېره؛ د پنځو مخکښو هېوادونو څارګر مشران خبرې کوي

د خپرېدو وخت

د بریتانیا د کورني استخباراتو ادارې، اېم ای ۵ مشر ویلي د منځني ختیځ د پېښو له امله په دې هېواد کې د خلکو د ممکنه افراطیت څارنه کوي، هغسې افراط چې ښايي د تاوتریخوالي لامل شي.

کېن مککلم تر هغې غونډې وړاندې چې د بریتانیا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، او نیوزیلنډ استخباراتي ډلو مشرانو پکې برخه اخسیتې وه د دې ستونزې د حل پر لارو چارو خبرې کولې.