هند کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې هرکلی

د خپرېدو وخت

د هند حیدر اباد ښار ته په رسېدو د پاکستاني لوبغاړو هرکلې شوی. پاکستاني لوبغاړو هند ته له روانېدو ۴۸ ګړۍ مخکې د هند وېزې ورکړل شوې وې. د پاکستان کرېکټ بورډ (پي‌سي‌بي) ویاند ویلي،‌ د لوبغاړو د وېزو د تایید لپاره یې د هند له عالي کمېشنرۍ سره اړیکه هم نیولې وه.‌

دا ټیلیفوني اړیکه څو ساعته وروسته تر هغه نیول شوې چې د پاکستان کرېکټ بورډ ای سي سي ته په یوه لیک کې د پاکستاني لوبغاړو د وېزو د ناڅاپي ځنډېدو له کبله سر ټکولی و او دا یې د هند "د نه منلو" تبعیض بللی و.

په پام کې ده چې د پاکستان کرېکټ بورډ به د سپتمبر پر ۲۹مه،‌ حیدر اباد کې د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبه وکړي.