د هند او کاناډا اړیکي: د يوه سک قتل سياسي ناندرۍ پارولې دي

د خپرېدو وخت

د کاناډا او هند تر منځ د اېشېدونکو ناندريو تاو برېټېش کولمبيا کې د يوه سک بېلتونپالي وژنې پر سر په زياتېدو دی. د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو هغه مهال غوسه وپاروله، چې ويل يې د هند حکومت ښايي د دې وژنې تر شا وي.

پرون بيا ده هند هڅاوه چې د دې وژنې په اړه پلټنې سره همکاري وکړي. له دې مخکې هند په ډاګه کړې وه چې کاناډاييو وګړو ته د ويزې ورکړه دروي.

د بي بي سي ډيپلوماټيکو چارو خبريالې کرولاين هاولي پرې دا راپور راستولی دی.