نړۍ او چين: لوېديځ او ختيځ له بېجينګه څه غواړي

د خپرېدو وخت

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جېمز کلېورلي، په پنځو کلونو کې لومړی بریتانیوی لوړپوړی چارواکی شو چې چین ته خپل سفر بشپړوي.

په خپل سفر کې یې د چین له مرستیال ولسمشر هن جېنګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره کتلي دي.

خو دغه سفر یې دلته په بریتانیا کې ځيني نیوکې هم راپارولې دي.

د واکمن محافظه کار ګوند ځینو لوړپوړو غړیو له چین سره د خپل حکومت تګلاره داسې بللې چې ګواکې هغوی پرې خوشاله او راضي کوي.

خو ښاغلی کلېورلي بیا ټینګار کوي چې له چین سره ښې اړیکې د اقلیمي بدلون په څېر نړیوالو مسلو د کابو کولو لپاره اړینې دي.