اوکرايین جګړه: روسيه د زندان مجرمين جګړې ته استوي

د خپرېدو وخت

له هغه راهيسې چې روسیې پر اوکراین يرغل کړی، همدا نن ۱۸ مياشتې پوره کېږي. دې جګړه کې تر اوسه لسګونه زره پوځیان وژل شوي دي.

دې مودې روسيې د خپلو پوځي ليکو پياوړولو په موخه د جګړې لومړۍ کرښې ته د زندانیانو په لېږلو هم پيل وکړ.

ځینې یې خطرناک مجرمان دي، چې جګړه کې له میاشتو خدمت وروسته بېرته روسیه کې خپلو کورونو ته ستانه شوي، همالته بیا دا کسان ډېرو جدي جرمونو کې ښکېل شوي دي. یوه بېګله یې د دوو مېرمنو وژنه ده.

په اړه یې له مسکو د بي بي سي خبریال وېل ورنن دا راپور رالېږلی دی.