تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کې جګړه: د يوې سرتېرې کيسه چې روسيه وايي وژلې يې ده
په داسې حال کې چې اوکرايين د ختيځ او جنوب سیمو په لروبر، بېلابېلو جبهو کې پرله پسې واړه پرمختګونه کوي، دغه هېواد يوه دوهمه جګړه کې هم ښکېل دی.
د روسیې تبليغاتي اړخ، چې هغسې شدیده ده لکه د جګړې لومړۍ کرښه. په لوی لاس د ناسمو معلوماتو خپرول هغه مهال پیل شول چې روسیې په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې کريميا ونيوله.
له هغې وروسته یې د دې جګړې د يوه ټکټيک په توګه دوام ورکړی دی. د ناسمو معلومات دغه کمپاین د جګړې لومړۍ کرښه کې د اوکرايين ښځينه سرتېرې په نښه کوي.
د بي بي سي خبریالې اوګا ملچافسکا جزییات لري: