د کډوالو د مړينې يوه بله غميزه

د خپرېدو وخت

ايټاليا کې چارواکي د لمپېډوسا ټاپو سره د يوې بېړۍ اوښتو پېښه کې د ۴۱ کډوالو مړينې پلټنه کوي. څلورو ژونديو پاتې شوو، د ايټاليا سمندرغاړو ساتونکو ته ويلي، بېړۍ هغه وخت واوښته، چې يوه دنګه څپه پرې ورغله.

دا کښتۍ یې له ډوبېدو څو ساعته مخکې له تونسه روانه شوې وه. د بي بي سي روم خبریالې سوفيا بېتېزا پرې دا راپور راستولی دی.