د يمن جګړه؛ نژدې لسو کلونو کې يې بې ګنا خلک ځپل شوي

د خپرېدو وخت

يمن عرب نړۍ کې تر ټولو بېوزلی هېواد دی، چې د يوې لسيزې کورنۍ جګړې د پرځېدو څنډې ته ورکاږلی دی. دا جګړه هغه مهال پيل شوه، چې ايران پلوه حوثيو ملېشو پر پلازمېنې صنعا‌ء ولکه وکړه.

د سعودی په مشرۍ ائتلاف چې بريتانيا او امريکا یې ملاتړ کاوه، ورپسې کال کې په دې هڅه مداخله وکړه، چې د یمن حکومت بېرته واک ته ستون کړي.

تېر کال د سعوديانو او حوثيانو ترمنځ له لنډمهالي اوربند راهیسې د تاوتريخوالي کچه کمه شوې، خو لا هم د يوې هر اړخیزې سولې جوړجاړي ته د رسېدو کومې نښې نه شته.

ډېر کم ښارونه به وي، چې د دغه هېواد جنوب لوېديځ تعز په څېر به يې کړاو ګاللی وي، چې له څه د پاسه دری زرو ورځو راهيسې د حوثيو ځواکونو له لوری کلابند دی.

د بي بي سي سر نړيوالې خبریالې اورلا ګوېرېن د دغه ښار لوی روغتون کې څو ورځې کيسې فېلم کړې، او راپور کې يې داسې انځورونه دي، چې تاسې ته به خواشينوونکی وي.