له سترګو پټه د اوکرايين جګړه

د خپرېدو وخت

پر اوکرايين د روسیې يرغل لومړيو ورځو کې، کارپوهان حيران وو، چې د روسیې برېښنايي جګړې ټولي څومره کمزوري وو. خو نژدې ۱۸ مياشتې وروسته دوی اوس د اوکرايين ځوابي بريد پر وړاندې لويې ستونزې جوړوي.

دغې له سترګو پټه جګړه کې، د روسيې سيستمونه پر هغو پېچلو وسلو هم اغېز کوي، چې اوکرايين له ناټو هېوادونو ترلاسه کړې دي.

د بي بي سي عبد الجليل عبد الرسولوف د اوکرايين برېښنايي جګړې ټوليو جګپوړو پوځي افسرانو سره خبرې کړې، چې وګوري دا ناروښانه ډګر اوکرايين کې د جګړې بڼه څنګه بدلوي.