هند کې تاوتریخوالی؛ د ديني ترينګلتيا له امله ۶ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د هند هريانا ايالت اکثريت مسلمانانو سيمه کې پوليس لا هم په ځواکمن ډول ځای پر ځای دي، چې له دې تېرې دوشنبې راهيسې په کې د تاوتريخوالي پېښو کې لږترلږه ۶ کسان وژل شوي دي.

دوی وايي نو، ښار کې دوو جوماتونو کې لګول شوی اور ډېر ژر ګل کړی شوی، او چا ته يې زيان نه دی اړولی، او دا راپورونه يې رد کړي چې پېټرولي بمونه دې په کې کارول شوي وي.

د تاوتريخوالي له دغو پېښو وروسته ګرځبنديز لګول شوی، چې د هندو قامپاله ډلو لاريونونو پر مهال د ديني ترينګلتيا له امله پارېدلې وې.

د بي بي سي خبريال ارونوډې موکرجي پرې راپور راستولی دی.