ګانا کې د لرغون پوهانو نوې موندنې

د خپرېدو وخت

د لرغونپوهانو يوه ډله چې ګانا کې کار کوي، د داسې څه پاتې شوني موندلي، چې ښايي افريقا کې د انګرېزانو د مريانو تر ټولو لومړۍ کلا وي چې ۱۶۳۱ کال کې جوړه شوې وه. ګانا کې د دې کلا ټاکلی ځای تر دې مهاله روښانه نه و.

خو د لرغونپوهانو يوه ډله باور کوي دا کلا د يونسکو تر يوه ځای لاندې ده.

د بي بي سي توماس نادي پرې دا راپور چمتو کړی دی.