د پاکستان سياست: چارسمبالی حکومت به نوي واکونه ولري

د خپرېدو وخت

د پاکستان ولسي جرګې د دغه هېواد په قوانینو کې بدلون راوستی او نوي چارسمبالي حکومت ته یې ځینې هغه واکونه ورکړي چې پخوا یې نه لرل.

پاکستان سږ کال د ولسي جرګې ټاکنې لري او تر هغو درې میاشتې وړاندې باید اوسني چارواکي یوه لنډمهالي حکومت ته واک وسپاري.

دغه لنډمهالی حکومت اصولآ دا حق نه لري چې له نړیوالو سره سوداګریز تړونونه وکړي خو اوس دغه واک ورکړل شوی دی. دا چې دلیل یې څه دی له پېښوره یې رحمن الله راته وايي: