اروپا کې د تودوخې څپه: اسپانيا او يونان يې سخت ځپلی

د خپرېدو وخت

د نړۍ لروبر پراخو سيمو کې ګرمي په خپرېدو ده. د امريکا جنوب ختيځ کې له فلورېډا نېولې، لوېديځ کې تر کليفورنيا او شمال لوېديځ کې تر واشنګټنه، نژدې ۱/۳ امريکايانو ته چې ۱۱۳ ميليون وګړي کېږي، دا اوس اوس د سختې ګرمۍ څپې کې د ځانساتنې سپارښتنې ورته شوې دي.

ځينو چارواکو خبرداری ورکړی، د سړوالي له فعال سيستم او له پوره څښاک پرته د ګرمۍ دا څپه ښايي هر چا لپاره مرګونې وي.

امريکا د ګرمۍ دې څپه کې د ايټاليا په ګډون، چې خپلو ۱۶ ښارونو ته يې سور خبرداری ورکړی، د جنوبي اروپا له هېوادونو سره ملګرې شوې ده.