امريکا او بريتانيا اړیکې؛ جو بايډن بريتانيا ته سفر کوي

د خپرېدو وخت

د امریکا څو نژدې ملګرو هېوادونو اوکرایین ته د کلستر یا وږيزو بمونو د ورکولو په اړه د واشنګټن پر پرېکړې ناخوښي څرګنده کړې، بریتانیا، کاناډا، نیوزیلنډ او اسپانیا ویلي، دوی د دا ډول وسلو له کارولو سره مخالف دي.

دا خبره بریتانیا کې له لومړي وزیر ریشي سونک سره د امریکایي ولسمشر جو بایډن له لیدنې مخکې شوې چې یو له تودو بحثونو پاتې دی.