اتیا کلنه ښځه وايي، د زدکړو لپاره اوس هم ناوخته نه دی

د خپرېدو وخت

د نېپال پلازمېنې کاټمنډو ته نژدې د یوه کلي اوسېدونکې اتیا کلنې رتنا کوماري سونوار په ماشومتوب او ځوانۍ کې د زدکړو فرصت نه دی موندلی. دې لومړی په کروندو کې د بزګرۍ کارونه کول او له واده وروسته یې د ماشومانو پالنې مسوولیتونه درلودل. خو ماشومان یې چې لوی شول، دې له هغه وروسته زدکړې پیل کړې او په مې میاشت کې یې له ۱۲ ټولګي د فراغت ازموینه ورکړه. رتنا کوماري وايي، د دې لپاره زدکړې نه کوي، چې بیا دنده ومومي، خو غواړي هغه ماشومان او ځوانان ترې الهام واخلي چې په نیمايي کې ښوونځي پرېږدي.