تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړۍ کې د بېځايه شويو کسانو شمېر ۱۱۰ ميليونو ته رسېدلی
د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه وايي د هغو خلکو شمېر چې له خپلو کورونو او مېنو وتلو ته اړ شوي، ۱۱۰ ميليونو ته رسېدلی، چې يو نوی ريکارډ بلل شوی دی.
د دغو شمېرو په خپرولو د ملګرو ملتونو کډوالو اېجنسۍ د پناغوښتونکو او بې ځايه شوو خلکو ملاتړ او لاسنيوي لپاره د بيړني او يو موټي عمل غږ کړی، او دا چې د هغو لاملونو حل لارې دې راوکتل شي، چې له مخې یې خلک له لومړي سره د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.
د بي بي سي خبریالې اېموجن فولکس پرې له جينيوا دا راپور راستولی دی.