هند کې د اورګاډو پېښه: سلګونه کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د هند رېلوې یا اورګاډو شبکې چارواکي وايي، په ختیځ اوډیشا ایالت کې د دریو اورګاډو د ټکر له امله څه باندې ۲۸۸ کسان مړه شوي دي.

شاوخوا زر کسان ټپیان شوي هم دي. دا په لسیزو کې د اورګاډي تر ټولو خونړی ناورین دی. د اورګاډي وزیر، چې د پېښې ځای ته ورغلی، ویلي جدي پلټنه کوي. پېښه هغه مهال وشوه چې یو ټرېن له پټلۍ واوښت او یو بل ورسره ټکر شو.