پاکستان کې لوړې بيې؛ د چاپ صنعت د ختمېدو له ګواښ سره مخ دی

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د چاپ شرکتونه وايي دغه ټول صنعت د ختمېدو له ګواښ سره مخامخ دی. دلیل یې د کاغذ د بیو لوړېدل ښيي.

که څه هم په نوره نړۍ کې د کاغذ بیه رالوېدلې ده خو د پاکستان لپاره یې بیه ځکه لوړه ده چې د دغه هېواد د روپیو ارزښت په کمساري ډول رالوېدلی او له بهره هر وارېدېدونکی توکی ورته ګران تمامېږي.

د کاغذ د بیو له لوړېدا سره د ښوونځیو د کتاب او کتابچې له بیو رانیولې ورځپاڼې، مجلې، کتابونه او ان د واده بلن لیکونه هم په بې سارې ډول ګران شوي.

رحمن الله له پېښوره رپوټ لري.