بريتانيا کې کډوالي ريکارډ کچې ته رسېدلې؛ د کډوالو اغېز ته کتنه

د خپرېدو وخت

نوې شمېرې ښیې چې بریتانیا ته کډوالي ریکارډ کچې ته رسېدل، له تازه راغلو کډوالو راتګ سره تېر کال د دغه هېواد وګړو شمېر ته له ۶۰۰ زرو نه ډېر خلک اضافه شوي. خو دا د بریتانیا حکومت لپاره یوه جنجالي موضوع ده او لومړي وزیر ریشي سوناک ژمنه کړې چې شمېرې به راټیټوي.

د کډوالو شمېر له اروپايي ټولنې د باندې هېوادونو لکه اوکرایین او هانګ کانګ د خلکو له لوري د کار موندنې، بشردوستانه او د کووېډ محدودیتونو د لرې کېدو په دلیل ډېر شوی.

په دغه راپور کې د انګلنډ په وارېکشېر سیمه کې د کډوالو اغېزو ته کتنه شوې.