تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
الهه توکلیان: 'له خپل سره ایستلې مرمۍ به نړیواله محکمه کې وړاندې کوم'
د خپرېدو وخت
یوې ځوانې ایرانۍ فعالې الهه توکلیان ته - چې تېر کال یې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال امنیتي ځواکونو یوه سترګه ړنده کړې وه، مصنوعي سترګه ولګول شوه. الهه وروستیو کې له ایران نه د هغې له سر نه د مرمۍ ایستلو د عملیاتو لپاره ایټالیا ته ولاړه. له عملیاتو وروسته، هغې بي بي سي فارسي ته وویل، هوډ لري "دا مرمۍ نړیواله محکمه کې وړاندې کړي".