د اسرائيل له خوا بريد؛ وايي د حماس ځايونه يې په نښه کړي

د خپرېدو وخت

زرګونه فلسطينيانو د روژې درېيمه جمعه د بيت المقدس الاقصی جومات کې لمونځ وکړ. دا سره له دې چې د راپورونو له مخې لوېديځه غاړه کې د زرګونو نورو فلسطينيانو مخه نيول شوې، چې غوښتل يې د جمعې لمانځه لپاره الاقصی جومات ته لاړ شي. بېلابېلو ځايونو کې ګڼ شمېر اسرائيلي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

بېګا شپه بيا اسرائيلو پر هغه څه هوايي ګوزارونه کړي، چې پوځ یې وايي غزه او لبنان کې د حماس موخې وې.