د عراق جګړه: ديوه عراقي کيسه چې ژوند يې د تل لپاره بدل شو

د خپرېدو وخت

دې دوو ورځو کې پر عراق د امريکا او بريتانيا د يرغل شل کاله پوره کېږي. د ۲۰۰۳ کال مارچ پر ۱۹ مه د امريکا او بريتانيا ځواکونو جګړه پيل کړه، او شلو ورځو کې بغدا ته په ننوتو یې د صدام حسين نظام ونړاوه.

خو جګړه ورسره لا سخته شوه، او زرګونه کسان په کې مړه شول او د ډېرو ژوند ورسره بدل شو.

د جګړې پيل کې علي عباس ۱۲ کلن و، ژوند یې هغه مهال تل لپاره بدل شو، چې د امريکا يو توغندی یې پر کور وپرېوت دی سخت ژوبل شو.

درملنې لپاره له بغداده کويت او بيا بريتانيا ته ولېږدول شو. کارولاين هاولي چې ۲۰۰۳ کال کې بغداد کې د بي بي سي خبرياله وه، لندن کې د علي عباس کور ته ورغلې، او خبرې ورسره کړې.