کورونا وېروس؛ د چين له لابراتواره د خپرېدو ادعا

د خپرېدو وخت

د امریکایۍ ادارې اېف بي ای مشر، کریسټوفر رې وايي، ډېر امکان شته چې کوویډ ۱۹ په ووهان کې د چین د حکومت تر کنټرول لاندې له یوه لابراتوار وتلی وي.

په ځواب کې یې، چین پر اېف بي ای تور لګولی چې د کورونا وېرس سرچینې په اړه پلټنې سیاسي کوي، او وايي د دې خبرې ملاتړ هېڅ نوي ساینسي شواهد نشته.

د امریکا نورې ادارې بیا په دې باور دي چې وېروس په طبیعي ډول جوړ شوی دی.