ایټالیا اروپا ته پر ناقانونه لارو د کډوالو د تګ مخنیوي لپاره د کلکو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ايټالیا لومړۍ وزیرې، جورجیا مېلوني، د اروپايي ټولنې له مشرانو غوښتي چې اروپا ته پر ناقانونه لارو د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره کلک ګامونه پورته کړي. مېرمن مېلوني دا څرګندونې د همدغسې کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له پېښې وروسته کړې، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې لسګونه کسان مړه شول.

ډېری پکې افغانان وو، چې ویل کېږي، اتیا تنو پکې ژوند بایللی، خو ايټالیايي چارواکي وايي، چې تر اوسه د ۶۷ کډوالو مړي موندل شوي دي. په دې بېړۍ کې د پاکستان، ایران او سومالیا وګړي هم وو.

ویل کېږي دې کډوالو هڅه کوله اروپا ته له غیر قانوني لارې ځانونه ورسوي.

په افغانستان کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې پېښه کې اتیا تنه افغانان وژل شوي دي.

ایټالوي چارواکي بیا یوازې د ۶۷ مړو موندل کېدل تائیدوي چې په وینا یې په یوه ورزشي تالار کې اېښوول شوي دي.

د وژل شویو کسانو ځینې خپلوان له نورو هېوادونو د پېښې ځای ته رسېدلي دي. ځینې دغه کسان پر مسوولینو نیوکې کوي چې ولې یې پر وخت د دې کسانو ژغورنې اقدام نه دی کړی، خو داسې ښکاري چې دې پېښې ایټالوي چارواکو ته هم سخت ټکان ورکړی.

لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو راتګ بشپړ مخنیوي لپاره باید نوي سخت تدبیرونه وکړي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې اروپايي مشرانو ته ویلي دا یې اخلاقي دنده ده چې داسې پېښو بیا رامنځته کېدو مخه ډب کړي.

دا کښتۍ چې ویل کېږي پکې نژدې ۲۰۰ کسان ناست وو د ترکیې له ازمیر سیمې روانه وه او د ایټالیا سمندر غاړې ته نژدې له ډبرې سره د لګېدو له امله ماته شوې وه.

له دې پېښې ۸۴ کسان ژوندي وتلي دي. چارواکي وايي، تر اوسه یې په دې تړاو درې قاچاقبر نیولي چې یو ترک او دوه نور پاکستانیان دي.