تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
السلوادور زرګونه بندیان لوی زندان ته ولېږدول
د خپرېدو وخت
السلوادور کې د جرمونو پر وړاندې د ولسمشر نایب بوکیل د مبارزې لومړني ګام کې د جرمي بانډونو مشکوک ۲۰۰۰ بندیان یوه لوی نوي زندان ته لېږدول شوي.
دا لوی زندان په ټیکلوکا کې د پلازمېنې سان سلوادور سوېل ختیځ ته په ۴۶ میله کې پروت دی او اته ودانۍ لري. دولت وايي، هره ودانۍ کې د ۱۰۰ مربع مترو په اندازه ۳۲ بندخونې دي، چې هره یوه کې به تر ۱۰۰ ډېر بندیان ساتل کېږي.
له جرمونو سره د مبارزې په کمپاین کې تر ۶۴۰۰۰ ډېر مشکوک کسان ونیول شول.