اوکرايين کې د جګړې يو کال: دونباس کې سخته جګړه روانه ده

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولایدیمیر زېلینسکي وايي، پلان لري د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وګوري او د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د بېجېنګ د وړاندیز په اړه خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل یو کال پوره شو، په ختیځ کې سخته جګړه روانه ده . دواړو غاړو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د روسیې یو له مهمو هدفونو، دونباس سیمه کې د ولګلېدار ستراتیژیک ښارګوټی دی. د دې ښار نیولو لپاره د روسیې وروستۍ هڅه - د دې میاشتې په پیل کې وشوه چې بیا بریالۍ نشوه.