تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيل او فلسطين کړکېچ؛ نړيوال يې په اړه اندېښمن دي
د خپرېدو وخت
د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د تاوتریخوالي د کچې په اړه نړیواله اندېښنه مخ په ډېرېدو ده. دغه تاوتریخوالی له هغه وروسته پيل شو چې اسرائیلو، د دوی په وینا پر دوی د فلسطینیانو د توغندیز برید په ځواب کې هوايي حمله وکړه.
په دې اړه د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ استازي په غزه کې د حماس له مشرانو سره لیدلې دي.
د چار شنبې پر ورځ د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په نابلس کې د اسرائیلو په برید کې ۱۱ فلسطینیان ووژل شول.