اوکرايين جګړه: د پولنډ پولې ته لا هم کډوال ور روان دي

د خپرېدو وخت

د روسیې له یرغل وروسته په دریو میاشتو کې نژدې څلور میلیونه اوکرایینیان پولنډ ته اوښتي دي.

د ځینو لپاره پولنډ یوازې د تېرېدو لاره وه، خو نژدې یو میلیون پاتې شوي او هلته یې نوی ژوند پیل کړی.

پر اوکرایین د رورسیې له یرغل یو کال وروسته لاهم هره ورځ پولنډ ته اوکرایینیان راځي چې د روسیې نوي بریدونو له وېرې وتښتي.