تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
موسی ۱۲ ښځې، ۱۰۲ ماشومان او ۵۶۸ لمسیان لري
د خپرېدو وخت
د یوګندا یو کلیوال موسی هساهیا کسېرا وايي، د هغه لویه کورنۍ کې ۱۲ ښځې، ۱۰۲ ماشومان او ۵۶۸ لمسیان اوسېږي. "ما ګڼې ستونزې لرلې، دوی ته ښوونځی، وړیا پیسې او هر یوه ته خواړه او جامې پیدا کول او چې ناروغېږي درملنې ته یې پیسې برابرول."
دا ۶۸ کلن سړی وايي په یوګندا کې د څو ښځو لرل قانوني دي او ملګري ملتونه وايي دا هېواد د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د زیږون کچه پکې لوړه ده او یوازې ۵۰ سلنه ښځې د کورنۍ د تنظیم پلان ته لاسرسی پکې لري.