تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين جګړه: ختيځ کې يې نښتې زياتې شوې
د خپرېدو وخت
د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکرایین په ختیځ، سولیدر سیمه کې جګړه روانه ده، دا سره له دې چې د روسیې د اجیرې، واګنر، ډلې مشر مخکې ادعا کړې وه چې ځواکونو یې دا ښار نیولی دی.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه ویډیويي وینا کې ویلي جګړه روانه ده. دا ښار له ستراتیژیک پلوه مهم ګڼل کېږي ځکه روسي ځواکونه یې پر باخموت ښار تازه بریدونو لپاره کارولی شي.