"لوګوس هوپ":‌ د نړۍ تر ټولو لوی ګرځند‌ ‌کتابتون

د خپرېدو وخت

له څو ورځو راهیسې په نړۍ کې تر ټولو لوی ګرځند کتابتون د مصر لوېدیځ پورټ‌سعید بندر کې درول شوی او د ۲۰ ورځو لپاره به یې دروازې د مینه والو پر مخ پرانیستې وي.

د "لوګوس هوپ" په نامه د جرمني د کتابونو دغه ګرځنده نندارتون کې زښت ډېر کتابونه دي، په دې بېړۍ‌کتابتون کې د ثقافت او د ماشومانو د ساتېري پروګرامونه او نندارې هم وړاندې کېږي.

د "شرق الاوسط" رسمي خبري اژانس د رپوټ له مخې، په لومړۍ ورځ د دغې بېړۍ لیدو ته نژدې ۶ زره کسان ورغلي وو.