افغانستان کې لوږه؛ تېرو ۱۲ مياشتو ته کتنه

د خپرېدو وخت

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو راهیسې، افغانستان له کړکېچ سره مخامخ دی.

رپوټونه ښيي چې خوارځواکي اوس په ټول هېواد کې پراخه شوې ده. له نژدې یو کال راهیسې په سلو کې ۹۰ سلنه کورنۍ نشي کولی کافي خواړه پیدا کړي.

رپوټونه ښیي چې ۲۰ میلیونه افغانان چې د هېواد نیمايي وګړي دي د خوړو له ډېر کمښت او حتی بحران سره مخامخ دي. نجما ځلا تېرو ۱۲ میاشتو ته کتنه کړې.