اوکرايين جګړه: روسيې پر خېرسون ښار بريدونه ډېر کړي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین له جنوب ښار خېرسون ، د روسیې له نویو بریدونونو سره، ملکي اوکرایینیان په تېښته وځي.

ډېر خلک خېرسون د کریمیا دروازه بولي او د دې ستراتیژیک اهمیت له امله دا یو له لومړنیو ځایونو و چې د جګړې په پیل کې د روسیې ځواکونو ونیو.

دا تېره میاشت بېرته اوکرایین ونیو خو ملکي وګړي اوس د روسیې د توپونو له ورځني بریدونو سره مخامخ دي.

د بي بي سي یوګیتا لیمای پرې راپور لري پام مو وي چې ځینې برخې به یې تاسې خپه کړي.