تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فوټبال نړيوال جام ګټلو له امله ارجنټاين کې خوښي
له ۲۹ ورځو وروسته، چې ۶۴ لوبې په کې وشوې، او ۱۷۲ ګولونه وشول، بې شمېره ارمانونه په کې مات شول، د فوټبال نړيوال جام د ارجنټاین په اتلولۍ پای ته ورسېد.
دوی يوه داسې لوبه کې فرانسې ته ماته ورکړه، چې ډېرو تر دې مهاله تر ټولو غوره پايلوبه بللې، سره له دې چې د فرانسې بريدګر کېليان اېمبپې، درې ګولونه په کې وکړل.
دا اتلولي پر دې معنا ده، چې د ارجنټاین ميسي، چې ده هم پايلوبه کې دوه ګولونه وکړل، د نړيوال جام ګټونکي په توګه به نور د خپل هېواد لپاره له نړيوالو سياليو لاس اخلي.
د ارجنټاين پلازمېنه بوينس ايرس کې د دې سوبې لمانځنې د شپې تر ناوخته روانې وې.
مرکزي ځای یې هم دلته و، د ښار مرکزي برخه کې د اوبېليسک مشهور څلي سره، يو وخت شاوخوا دوه ميليونه خلک غونډ شوي وو.
د بي بي سي خبرياله کېټي واټسن همالته وه، او له غونډو شوو مينه والو سره په ګډه یې لوبه کتله.