د چين ستر دېوال: د دوو ځغاستونکو زلميانو کيسه

د خپرېدو وخت

دوه زلميان، چې پلار یې بريتانوی او مور یې چينايۍ ده، د يوه داسې لوی مزله منځ کې دي، چې ډېرو کمو ښايي سر ته رسولی وي. دوی په بشپړ ډول د چين لوی دېواله اوږدو کې ځغلي.

دې کې په عملي ډول د شپږو مياشتو لپاره هره ورځ اوږده ځغاسته شامله ده، چې د غرو د پاسه به په کې ځغلي او له خطرناکو کنډو کپرو ځايونو به تېرېږي.

ډېر خلک پر دې نه پوهېږي، چې ان داسې يوه کار ته د اوږې ورکولو پلان څنګه وکړي. خو دوی بيا له يوه ځانګړي روزونکي سره لوی شوي دي.

د بي بي سي چين خبريال سټېفن مکډونلېل یې په اړه راپور لري.