تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ: د مړو پېژندلو دردوونکی انتظار
د اوکرايين لروبر د سلګونه خلکو مړي، چې د روسيې يرغل له پيله وژل شوي، د مړو ساتلو ډکو شویو ځايونو کې، پېژندنې ته په انتظار پراته دي.
ايزيوم ښارګوټی چې د روسانو له منګولو ازاد شوی، ورڅېرمه ځنګليزو سيمو کې يې، ۴۵۱ سرسري قبرونه موندل شوي وو.
خو اوس مياشتې شوې، نژدې ۱/۳ يې تر اوسه پېژندل شوي دي. کورنۍ یې اوس په دې هڅه خپلې ډي اېن اې بېلګې ورکوي، چې د خپلو خپلوانو پاتې شوني ومومي، خو لکه د بي بي سي ختيځې اروپا خبرياله سارا رېنزفرډ چې موندلې، د مړو ساتلو ځايونه او د قانوني پېژندنې لابراتوارونه یې اوس ډک دي.
يوه يادونه دا چې، ځينې کتونکي ښايي د دې راپور انځورونه خواشينوونکي ومومي.