تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين جګړه: د هغو روسانو کيسه چې نه غواړي وجنګېږي
له هغه راهيسې چې روسيې پر اوکرايين يرغل کړی، اوس نژدې لس مياشتې پوره کېږي. خو سره له دې چې سلګونه زره احتياط سرتېري یې عسکرۍ ته وربللي، روسیه د جګړې ډګر کې په ارزښتناک ډول کوم پرمختګ نه کوي.
ولسمشر پوتين ټينګار کوي، د جګړې ډګر کې روسي سرتېري، لکه چې ده وبلل، ښه جنګېږي او وايي اتلان یې دي.. خو ځينې يې داسې هم دي چې نه غواړي وجنګېږي.
موږ د سرتېرو، خپلوانو او فعالانو خبرې اورېدلې، چې ښيي ځينې يې ځورول شوي، ګواښل شوي او پر وړاندې يې ان په دې هڅه د تاوريخوالي کارولو ته مخه شوې، چې بېرته يې د جګړې لومړۍ کرښې ته بوتلی شي.
د بي بي سي خبريال سټيو روزنبورګ يې د ځينو کیسې اورېدلې دي.