تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: د پوځ د مشر په توګه د جنرال باجوه دنده غځول تېروتنه وه
د پاکستان مخکني لومړي وزیر عمران خان منلې ده چې په ۲۰۱۹ کال د پوځ متقاعد مشر جنرال قمر جاوید باجوه د دریم ځل لپاره د پوځ په توګه غوره کول "یوه لویه تېروتنه" وه.
جنرال باجوه تېره میاشت متقاعد شو.
د تحریک انصاف ګوند مشر یوه مرکه کې ویلي، د جنرال باجوه د مشرۍ غځول یوه لویه تېروتنه وه او پوځ کې د هېچا دنده باید ونه غځول شي.
عمران خان ویلي: "ما ان هغه مهال فکر کاوه خو هغه وخت حالت همداسې و."
ده وویل، جنرال باجوه د پوځ د مشر په توګه د هغه د دندې له غځېدو وروسته له نورو ډلو سره خبرې پیل کړې وې.
د عمران خان په وینا، وروسته تر هغه چې د باجوه په پلوۍ رایې ورکړل شوې، باوري وم چې هغه ته پر دنده د پاتېدو ضمانت هم ورکړل شوی او د جنرال فیض له لیرې کېدو وروسته دوی زما د لیرې کولو پرېکړه کړې وه.
عمران خان وايي، "جنرال باجوه دوه ګونې لوبه مخته بېوله. زه د لومړي وزیر له دفتره یوازې د یادښت له کتابچې سره راووتم. بیا وروسته ما ته خدای عزت راکړ".
دی وايي، دوی د تحریک انصاف ګوند غړو ته هم جلا پیغامونه ورکول.
"پر جنرال باجوه باور زما کمزوري وه"
عمران خان په مرکه کې دا هم ویلي چې "درې نیم کاله وروسته لومړی ځل متوجه شو چې پر جنرال باجوه باور کول مزا لویه تېروتنه وه. څه چې جنرال باجوه ویلي وو، د هېواد ګټې مو یوشان دي. نه پوهېدم څنګه وغولېدم او ما ته یې درواغ وویل".
"په تېرو څو ورځو کې چې پوهېدم دسیسه روانه ده.
عمران خان وايي، کله چې جنرال فیض (د DGISI مخکنی مشر) له دندې لاس پر سر کړل شو، لوبه لاهم روانه وه. جنرال باجوه راته ویل چې هېڅ خبره نه شته.
عمران خان ویلي، جنرال باجوه ده ته اوه میاشتې رواني شکنجه ورکړې ده.