د ياد بايللو يا الزايمر ناروغۍ څېړنه کې پرمختګ شوی

د خپرېدو وخت

يو پرمختګ چې مهم او تاريخي بلل شوی دی. د ياد بايلنې ازمويښتي درمل يوې لويې ازموينې لومړی ځل ښوولې، چې د الزايمر يا ياد بايلنې ناروغۍ وختي يا لومړيو پرمختګ ورو کېدی شي.

دې څېړنه کې نژدې دوو زرو ناروغانو برخه اخيستې ده. بشپړې پايلې يې د نيو انګلنډ درملو جورنال کې خپرې شوې دي.

د درملنې اغېزې يې چې لېکانېماب يې بولي کمې وې، خو د څېړونکو ترمنځ يې په لويه کچه د خوښۍ احساسات پارولي دي.

د بي بي سي طبي چارو خبريال فرګس والش یې په اړه راپور لري.