ايران کې احتجاجونه؛ امنيتي ځواکونه لاريونيان په نښه کوي

د خپرېدو وخت

ايران کې امنيتي ځواکونه پرله پسې حکومت ضد احتجاجونه ځپي، چې څه د پاسه دا دوې مياشتې د دغه هېواد لروبر روان دي.

د لاريونو ځپلو او تاوتريخوالي تازه پېښې داسې مهال شوې، چې د ايران مذهبي مشر خورځې هم پر انټرنېټ خپره کړې يوه ويډيو کې د خپل هېواد واکمن نظام پر وړاندې غږ پورته کړی دی.