چين کې لاريونونه: د حکومت پر صفر کووېډ تګلارې نيوکې

د خپرېدو وخت

د چين لروبر احتجاجونه پارېدلي، داسې حال کې چې خلک په کې د کورونا وېروس خپرېدا کابو کولو په موخه د سختو تدبيرونو پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د چين تر ټولو لوی ښار، شانګهای کې د ننګونې يوه ننداره کې ځينې احتجاجيان د پوليسو ګاډو ته اچول کېدل، داسې حال کې چې د ولسمشر د لرې کېدو غوښتنې هم کېدې.