اولینا زیلېنسکه: 'زموږ ساده شیان یادېږي'

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر زیلېنسکي پخپلو شپنیو ویناوو کې د نړیوالو مرسته غوښتې ده. او اوس، د هغه مېرمن او لومړۍ مېرمن اولینا زیلېنسکه په ډېرېدونکې توګه خپل عام رول لوبوي. د بي بي سي ۱۰۰ ښځو پروګرام سره ځانګړې مرکه کې هغه عام محضر ته د راوتلو، تورتم او هغو ساده څیزونو په اړه وغږېده چې له خپل کورني ژوند ورته یادېږي.