کاناډا ولې غواړي تر راتلونکو دریو کلونو یو نیم میلیون کډوال ومني

د خپرېدو وخت

کاناډا د لوړ عمر لرونکو له امله د خپلې اقتصادي تشې ډکولو په موخه د کډوالۍ لپاره ستر تصمیم نیولی، ځکه زیاتره د لوړ عمر کسان د کاري ځواک له برخې وځي. خو ټول هم له بهره د کډوالو له واردلو سره موافق نه دي.

د کاناډا فډرال حکومت د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې تر ۲۰۲۵ کاله، هر کال د ۵۰۰ زرو کډوالو د منلو اعلان وکړ چې په دریو کلونو کې به دغه هېواد ته ورشي.

دغه طرح ددې لامل کېږي چې کاناډا هرکال د خپلو دایمي کډوالو اوسېدونکو پرتله د اته چنده ډېرو کډوالو هرکلی وکړي.

خو د یوې تازه نظر پوښتنې پایلې ښيي چې د نویو کډوالو هرکلی ځینې اندېښنې هم له ځان سره لري.

کاناډا لوی شرط تړي

کاناډا له کلونو راهیسې هڅه کړې، د خپلې اقتصادي ودې لپاره د هغو وګړو شمېر ډېر کړي چې هلته د دایمي اوسېدو حق لري، خو تابعیت یې نه لري . تېر کال، دغه هیواد ۴۰۵۰۰۰ دایمي اوسېدونکي ومنل، چې د کاناډا په تاریخ کې ترټولو ستر شمېر دی.

د ډېرو لوېدیځو هېوادونو په څېر په کاناډا کې هم د زیږون کچه ټیټه ده. دا پدې مانا ده چې که دا هېواد غواړي د وګړو کمېدو پر ځای یې شمېر ډېر شي، نو باید نويو کډوالو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

کډوال نژدې د دغه هېواد ټول کاري ځواک جوړوي او داسې اټکل دی چې تر ۲۰۳۲ کاله به د وګړو شمېر وده هم له دوی سره وي.

د اکتوبر میاشتې په پیل کې حکومت اعلان وکړ، تمه لري تر ۲۰۲۵ کاله هر کال ۵۰۰ زره نوي کډوال راولي، چې د ۲۰۲۱ پرتله شاوخوا ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په نړۍ کې یو ځانګړی ځای

د کاناډا له هر څلورو وګړو یو یې د کډوال په توګه دغه هېواد ته ورغلی دی. په امریکا کې د وګړو د شمېر ۱۴ سلنه یې کډوال دي او په بریتانیا کې هم دا شمېر شاوخوا ۱۴ سلنه دی.

کاناډا د نړۍ یو له سترو هېوادونو دی چې د وګړو ټول شمېر یې څه باندې ۳۸ میلیونو ته رسېږي. نو په دې توګه کاناډا په تاریخي ډول د کډوالو ډېر ملاتړی دی.

د کاناډا بېلابېلې سیمې د کډوالو په اړه بېل نظرونه لري. کله چې حکومت په کال کې د ۵۰۰ زرو کډوالو د منلو اعلان وکړ، د کبک ایالت وویل دوی به تر ۵۰ زرو ډېر کډوال ونه مني. په دغه ایالت د کاناډا د ټولو وګړو ۲۳ سلنه اوسېږي. د دغه ایالت لومړي وزیر فرانسوا لګو ویلي، که زیات کډوال ورشي نو وېرېږي چې په دغه ایالت کې به فرانسوي ژبه کمزورې شي،. د هغه په وینا "اوس مهال د ۵۰ زرو کډوالو په ورتګ سره هم د فرانسوي ژبې د زوال مخنیوی ستونزمن دی."

ایا کاناډا کولای شي خپلو موخو ته ورسېږي؟

کاناډا د نورو سترو هېوادنو پرتله نه یوازې ډېر اقتصادي کډوال مني، بلکې د کډوالو د بیا مېشتیدنې په برخه کې یو له مخکښو هېوادونو دی او په ۲۰۲۱ کال کې یې ۲۰۴۲۸ کډوال منلي وو.

خو دا چې دغه هېواد د راتلونکي په اړه ډېرې لوړې موخې ټاکلې دي، نو تاریخ ښوولې چې تل یې تمې نه دي پوره شوي. تېر کال هم دوی د کډوالو منلو ټاکلې موخه پوره نه کړه چې د کډوالو وزیر یې لامل د کرونا وبا د خورېدو له امله د پولو تړل کېدل بللي دي.