نوي درمل د شکرې ناروغۍ د ودې "مخنيوی" کولی شي

د خپرېدو وخت

امريکا کې د طبي چارو او درمل تنظيمولو ادارې داسې یو درمل منلی، چې دوی يې هغو خلکو لپاره حالت بدلوونکی بولي. چې د شکرې ۱ بڼې ناروغۍ له خطر سره مخامخ وي.

دا لومړی داسې درمل دی، چې د دې ناروغۍ پيلېدا ځنډولی شي او کارولو ته یې اجازه ورکړل شوې.

د شکر ۱ بڼې ناروغي داسې مهال پيلېږي، چې د بدن خونديتابه سيستم، پنکرياس يا تريخي کې پر هغو حجرو بريد کوي او ويجاړوي يې، چې اېنسولين توليدوي. اېنسولين هغه هرمون دی، چې وينه کې د شکر يا خوږو کچه تنظيموي.

دا نوی درمل چې ټېپلېزوماب یې بولي، د خونديتابه غليمانه حجرې له سره پروګراموي، چې پر تريخي یې د بريد مخنيوی وکړي. ازمويښتي پړاو کې يې د شکرې ۱ بڼې پيلېدا، درې کاله ځنډولې ده.

د شکرې ناروغۍ خيريه ټولنې وايي دا يوه پېړۍ مخکې د اېنسولين له موندنې راهيسې د دې حالت درملنه کې تر ټولو لوی پرمختګ دی.

د بي بي سي طبي چارو خبريال فرګوس والش دې ته کتنه کړې، چې ولې دې ته د يوه لوی پرمختګ په سترګه کتل کېږي.