اوکرايين جګړه: خېرسون کې د شکنجه شويو مړيو جسدونه موندل شوي

د خپرېدو وخت

اوکراییني چارواکي وايي د نوې ازادې شوې خېرسون سیمې په ځینو برخو کې یې د څه باندې ۶۰ داسې کسانو مړي موندلي چې د شکنجې نښې پکې موندل شوي دي.

تر اتو میاشتو ډېرې مودې کې چې روسان پر دغې سیمې واکمن وو، د ناوړه چلند په زرګونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په اړه یې د بي بي سي دا رپوټ ګورو خو پام مو وي چې ځینې برخې یې ښايي درته خپه کوونکې وي.